 | | | ماشومانو دچرګوړوڅخه په ګټې اخيستنې تر څلوېښتوپورې شمېرزده کړ. |
نسيمې زردالوخوړل ،سليمان هم ترې وغوښتل ، خو نسيمې ترې وپوښتل چې زردآلوله څوهيجاوو نه جوړ دی. پدې مهال بنجاري هم راورسېد. سليمان زردآلو دوه هيجايي نوم ياد کړخو بنجاري هغه درې هيجايي وباله. وروسته ماشومانو دبنجاري په مرسته دنانځکې، زردالو،کوترې،خټکي او کتابچې نومونه يادکړل چې بنجاري وستايل اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه : شکيلا او اسد په کوڅه کې چرګوړي شمېرل خو هر ځل يې تېروتنه کوله. پدې مهال بنجاري راورسېداو له هغوی سره يې روغبړ وکړ. ماشومانو خپله ستونزه له بنجاري سره شريکه کړه . هغوی دبنجاري په مرسته چرګوړي وشمېرل چې ټول (٤٠) دانې وو. بنجاري ترې وغوښتل چې همداشان دې چرګوړې اونورشيان وشمېرې اوتر(٦٠) پورې دې شمېرزده کړې اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. |