 | | | زمری په ځنګلونو،غرونو اودښتو کې ژوند کوي او دځنګل دپاچا لقب ورکړل شوی دی. |
بلقيس او عمر په تاوده لمرکې لوبېدل، بلقيس له ګرمۍ او زياتو خولوشکايت وکړ. عمر وويل چې ګرمي او خولې يوله بل سره تړاو لري. پدې مهال بنجاري راورسېد او دعمر دخبروپه تاييد يې له ماشومانووغوښتل چې دې ورته نورې تړاو لر ونکې کلمې هم پيدا کړي. ماشومانو دمرغۍ ،ځالې، ونې ،څانګې، اوبه او خاورې او ځينې نورې کلمې پيداکړې. بنجاري هغوی وستايل او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: بنجاري دټکټکي په شرنګولوکوڅې ته دننه شواو ترروغبړ وروسته يې ماشومانويوه ،يوه پلاستکې سينما سوغات ورکړه. ذکيې اووحيد په سينماکې زمری وليد چې شتري رنګ ،قوي تنه او داسې غاښونه لري چې انسان او حيوان پرې داړي او له غوښې يې ګټه اخلي.  |  مرغۍ او ځالې، ونې او څانګې،او اوبه او خاورې تړاولرونکې کلمې دي.  |
ذکيې وويل چې نارينه زمری پخپل څټ اوږده وېښتان لري خو ښځينه يې بيا داشان نه دی. زمری په ځنګلونو،غرونو اودښتو کې ژوند کوي ،.وحشي ځناور دی او په کيسو کې دځنګل دپاچا لقب ورکړل شوی دی. |