 | | | بنجاري ماشومانوته له (٢٥)تر(٣٠) پورې دجمع حساب ورزده کړ. |
وږمې دديوال په سوړه کې نانځکه ايښی اوپه لټولويې بوخته وه. اجمل له دې کارنه منع کوله ځکه هسې نه چې کوم شی يې وچيچي. يو ناڅاپه کې دوږمې چيغې پورته شوی اوويل يې چې لړم وچيچله. پدې مهال بنجاري هم راورسېد. بنجاري دوږمې دګوتې ترکتلو وروسته هغې ته ډاډ ورکړ چې هيڅ شي نه وه چيچلې بلکې په ګوته کې يې اغزی تللی و. هغه ماشومان دديوال په سوړو کې له ګوتووهلو منع کړل او ويې ويل چې که چېرې کوم خزنده وچيچل ژرترژره دې دمشرانو په مرسته ډاکترته ولاړ شي. بله کوڅه : نيلوفر(٢٥) افغانۍ درلودې ،غوښتل يې بنګړي پرې واخلي خوکريم ورته ويل چې پيسې يې کمې دي ځکه چې بنګري درجن په (٣٠) افغانۍ دي.  | | | که چېرې کوم خزنده وچيچلئ، دمشرانوپه مرسته ډاکترته ځان ورسوئ. |
بنجاري دخپل موزون کلام په ويلو راورسېداونيلوفرته يې (٥) افغانۍ ورکړې چې دخپلو پيسوسره يې جمع کړي. نيلوفرهماغه شان وکړل: 25+1=26 - 26+1=27 - 27+1=28- 28+1=29 او 29+1=30 بنجاري نيلوفرته له خورجينې يودرجن بنګړي اوکريم ته يې پلاستيکي توپ دسوغات په ډول ورکړ اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. |