BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:15 گرينويچ 2010 ,03 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: سمنګان

دبنجاري خورجين
په سمنګانو کې بادام، پسته، غوزان، شفتالو،خټکي او هندواڼې ډېرې پيداکيږي.
دپسرلې په ورځو کې، چې ټول ځايونه شنه او ښکلې ښکارېدل، مرضيي، مديني او صديق دکورتر مخ باغچه کې نيالګي کېنول.

ماشومانودباران د اورېدوهيله کوله چې نيالګي اوبه وخوري اوژرغټ شي. پدې وخت کې بنجاري هم راغى او مرضيې دپسرلي په اړه دا ترانه وويله:

څومره ښايسته ښکاري ګلان ملګرو دې پټي کې - راځئ ،راځئ کينوو شنه نيالګي پدې پټي کې. موږ به داخپل کلي او دا سيمه ګلزار کو ګوره-

دوطن دښتي به له مخې لاله زار کو ګوره - راځئ چې وکرو جوار غنم په دې پټي کې

بنجاري ماشومان دسوغاتوپه ورکولو وستايل اوترې وغوښتل چې ترانه بياهم ووايي او خپله بلې کوڅې ته ولاړ.

بله کوڅه :

سياوش،چې دخپلې ترور کره سمنګان ته تللې وو ، تهمينې ته يې دهغه ځاى ستاينه کوله. تهمينې هغه ته يوموټی سمنګاني بادام ورکړل.

په دې وخت کې دبنجاري راورسېد اوتر روغبړ وروسته يې له تهميني نه دسمنګانو دنورو پيداواروپه اړه وپوښتل.

سمنګان
څومره ښايسته ښکاري ګلان ملګرو دې پټي کې - راځئ ،راځئ کينوو شنه نيالګي پدې پټي کې.

تهمينې دزړو،پستې، غوزانو اوتازه ميوې لکه خټکي،هندواڼې، زردآلواو شفتالو يادونه وکړه.

بنجاري دسياوش ديوې پوښتنې په ځواب کې دسمنګانومرکزدايبک ښارياد کړ چې ډوډۍ يې ډېره مشهوره ده.

کوترېدبنجاري خورجين
کوترې
دشيدوګټېدبنجاري خورجين
شېدې
مرتبطې کليمېد بنجاري خورجين
مرتبطې کليمې
ديخنۍ ترانهدبنجاري خورجين
ديخنۍ ترانه
 دډوډۍ خوړلو آدابدبنجاري خورجين
دډوډۍ خوړلو آداب
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>