BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:08 گرينويچ 2010 ,07 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبنجاري خورجين : شېدې

دشيدوګټې

سارا،اشرف اوجميلې مېله درلودله او له ځانونو سره يې : بادام ،بادرنګ اوبنډۍ راوړې وې. بنجاري راغی او ويل يې چې هغه هم يوڅه راو ړي دي.

ماشومانودڅو شيانونومونه واخيستل خوپه پيداکولو يې بريالي نه شول. پدې وخت کې له خورجينې نه يوغږ پورته شو.

دې غږ ماشومانوته وويل چې دبنګړو په سر او دکتاب په پای کې دى. ورورسته ماشو ما نو دبنجاري په مرسته هغه د "ب " توري وباله .

وروسته ماشومانو د "ب " په توري پيل شوي شيان لکه: بانجان ،بنډۍ، بادام، باديان، بنګړي اونور نومونه يادکړل اوبنجاري بلې کوڅې ته ولاړ.

بله کوڅه :

نويد او زرغون په خپلو منځو کې غېږه نيولې وه خو زرغون دستړيا احساس وکړ چې پدې وخت کې بنجاري هم راورسېد او دهغه دستړيالامل يې وپوښت.

عاطفې دنويد خور دنويد دبريا لامل دشيدو څښل وګڼل او دمورله خولې يې وويل چې شيدې ډېرګټور خواړه دي چې هډوکي قوي کوي.

د ب توری
هغه څه دی چې د بانجان په پيل اود کتاب په پای کې راځي؟

همداراز شيدې ورۍ اوغاښونه هم قوي او ددې ترڅنګ دسترګو دديد دډيريدواو د پوستکي دشفافيت سبب هم ګرځي.

بنجاري يې خبرې تائيد کړې او ويې ويل چې هرڅوک بايددخپلې روغيتالپاره شيدې وڅښي. زرغون هم ژمنه وکړه چې وروسته له دې به شېدې څښي.

مرتبطې کليمېد بنجاري خورجين
مرتبطې کليمې
ديخنۍ ترانهدبنجاري خورجين
ديخنۍ ترانه
 دډوډۍ خوړلو آدابدبنجاري خورجين
دډوډۍ خوړلو آداب
زلزلهدبنجاري خورجين
زلزله
دواورې ترانهدبنجاري خورجين
د واورې ترانه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>