 | | | په پاکواوبو اوصابون دلاسونو مينځل دسرکوزي دوالګي مخنيوی کوي. |
دژمي په يوه سړه ورځ الياس او وږمې په واورو کې لوبې کولې چې ميرويس د واورې د ترانې په ويلو د دوئ خواته ورغى. پدې وخت کې بنجاري هم راورسېد اوله ماشومانو څخه يې وغوښتل چې ترانه ټول په ګډه ووايي. هغوئ ترانه داسې پيل کړه: ګوره سپينه ،سپينه واوره - اوري زموږ په غرو رغو کې داڅومره ښکلې ښکاري - راځئ مه کينئ کوروکې ای زما ګرانو ملګرو.... بنجاري ماشومانو ته دشاباسي دويلوترڅنګ ، سوغاتونه هم ورکړل اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: طارق او ګلالۍ چندروکوله، په دې کې بنجاري راغى او تر روغبړ وروسته يې له خورجينې نه بدنۍ راوايستله. بنجاري لومړى خپل لاسونه ومينځل او بيايې له ماشومانوهم وغوښتل چې لاسونه ومينځي ځکه دسرکوزي دوالګي خطر موجود دى. ماشومانو بې خبري وښوده اوهغه په جادويي هنداره کې دفرېبادوئ کره دهغې خور ، سعيده، وښودله چې مالګينې اوبه يې غړغړه کولې.  | | | ماشومانو بنجاري ته واورې په اړه ښکلې ترانه واوروله. |
بنجاري وويل چې دمالګينواوبو غړغړه کول اوپه پاکواوبو اوصابون دلاسونو مينځل ددې ناروغۍ په مخنيوي کې ډېر ګټور دي. ماشومانو وعده وکړه چې وروسته تر دې به لاسونه په پاکواوبو اوصابون مينځي او مالګينې اوبه به غړغړه کوي. |