هاجره دخپلې ترور کره ،چې په حيرتانو کې اوسيده، ميلمنه تللې وه، هلته دخپل ترورزی، اسماعيل، سره د ځينو ځايونو ليدو ته ولاړه. اسماعيل دامو سيند وروښود چې دپامير له غرو نو څخه سرچينه اخلي اوبيا تاجکستان او ازبکستان ته ځي. هاجرې ددې نومونو په اوريدو حيرانتيا وښودله خو اسماعيل وويل چې دې ډول نومونوته خاص نومونه وايي. په دې وخت کې بنجاري راورسېد اود اسمعيل دخبرو په تاييديې وويل چې خاص نوم دشيانو، اشخاصو او ځايونولپاره استعماليږي. هاجرې دکابل دشير دروازې غر او دکابل سيند يا د کړ ،بنجاري يې خبرې تاييد او د سوغاتونوتر ورکولو وروسته بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه : زرغونې او عثمان له خسوکو او کاغذونو اور بل کړي و چې په دې وخت کې شمال شو او د زرغونې ټيکري اور واخيست.  | | | ماشومانوژمنه وکړه چې نور به هيڅکله له اور او اورلګيت سره لوبې ونکړي. |
بنجاري په وارخطايۍ راورسېد، اور يې مړ ، هغوئ يې د اور له خطرونو خبر او ترې ويې غوښتل چې له اور او اورلګيت سره دې لوبې نه کوي. ماشومان په خپل کار ډيرپښيمانه وو او ژمنه يې وکړه چې نور به هيڅکله داسې کار و نکړي. |