ايمل او شکيلا په کوڅه کې په لوبو بوخت وو چې بنجاري راغی اوهغوئ ترې د سو غا تونووپوښتل. بنجاري وويل چې ميوه يې راوړېده. پدې وخت کې ميوې د خورجينې له منځ څخه وويل چې داسې ميوه ده چې دسنځلې په څېررنګ اوزړي لري خو تر سنځلې لږڅه غټه ده. بنجاري وويل چې دا ميوه په تودوسيموکې لکه : سعودي عربستان اوپاکستان هېوادونو اودافغانستان په خوست اوجلال آبادکې کيږي. خلک يې په روژه کې خوري او خوړل يې ډېر ثواب لري. ماشومان پوه شول چې خرما ده. خرما وويل چې ميوه يې دانسان روغتيا ته ډېره ګټوره ده ،وينه زياتوي اوزړه بدی ليرې کوي.  | | | خرما په سعودي عربستان اودپاکستان هېوادونو اودافغانستان په خوست اوجلال آبادکې کيږي. |
بله کوڅه : سميرا د اختر په هکله نوې ترانه زده کړې وه بنجاري ته يې داسې پيل کړه : راغلى اختر جوړې مېلې دي د هر ماشوم ښکلې جامې دي ماشومان خاندي خوشالېږي څوک په ټالونو کې زنګېږي بنجاري دترانې ستاينه کوي اوماشومانوته داختر درارسېدو په مناسبت سوغاتونه ورکوي اوخپله بلې کوڅې ته ځي. |