د مريم دغاړکۍ لړ شلېدلی و، رستم هم ورسره دهغې دمريو په شمېرلواو ټولولو کې مرسته کوله خو په شمېر کې يې تېروتنې کولې. په دې وخت کې بنجاري راغی ، سره له دې چې هغوئ ته يې پخوا هم شمېرل ورزده کړي وو، بيايې هم ورسره مرسته وکړه. هغوئ دبنجاري په مرسته له يوې نه ترلسو پورې مرۍ وشمېرلې. بنجاري وستايل ، لس لس دانې پنسلونه يې سوغات ورکړ ل اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه : بنجاري په موزونوکلماتو کوڅې ته دننه شو. انوراو مستوره په لوبو بوخت وو، دبنجاري په ليد و يې خوښي څرګنده کړه. بنجاري له خورجينې يوه کڅوړه راوايستله او له ماشومانو وپوښتل چې په کڅوړه کې به څه وي. ماشومانو دنښوغوښتنه ترې وکړه.  | | | آلوبالووينه صافوي، جلد ته روڼوالی وربښي او د اسهال او پيچش ناروغۍ ته ګټور دي. |
بنجاري وويل چې د اوړي مېوه ده ،سور رنګ لري ،خوندوره ده، دمردکي په اندازه ده او دافغانستان په ځينو سيمو کې پيدا کيږي. ماشومان تر لږ غورکولو وروسته پوه شول چې دا مېوه آلوبالو دي اوله بنجاري يې دهغه دګټو په اړه وپوښتل. هغه آلوبالود (c ) ويټامين درلودونکي وګڼل چې وينه صافوي، جلد ته روڼوالی وربښي، د اسهال او پيچش ناروغۍ ته ګټور او شربت يې تنده لري کوي. |