 | | | ماشومان کولای شي دزردآلو په زړوهم دمنفي کولوعمليه زده کړي. |
تسلا،سباوون ته وويل چې ددوستۍ په اړه يې يوه نوی ترانه زده کړې. سباوون يې د ويلو غوښتنه وکړه خو هغې نه غوښتل چې ويې وايي. پدې وخت کې بنجاري راغی اود هغوي د لانجې يې وپوښتل. سباوون وويل چې دتسلا ددوستۍ په اړه ترانه زده ده خو نه يې وايي. بنجاري له تسلا وغوښتل چې ترانه ووايي. هغې ترانه داسې پيل کړه : مونږ ماشومان يو ، لوبوته روان يو ،يو دبل دوستان يو،غونډ په يو ميدان يو توپ کوو چندروکوو، واده دناوکوکوو، يوبل ته ډير ګران يو، مونږ ماشومان يو. بنجارې ترانه وستايله اوله هغوی يې وغوښتل چې خپلو دوستانو ته يې هم ورزده کړي او ماشومانوته دسوغات تر ورکولو وروسته بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه : ناديي د ايمل سره شخړه وه چې دزردآلو زړي يې کم ورکړي خو ايمل ويل چې ناديې له هغې نه خپلې خوړلڼې ته هم ورکړل ځکه کم دي. ناديي يې خبره نه منله چې بنجاري راغی . ناديي بنجاري ته وويل چې 25 دانې زړي يې درلودل،5 يې خپلې خورلڼې ته ورکړل. اوس نپوهيږي چې څو پاتې دي.  | | | مونږ ماشومان يو، لوبوته روان يو، يو دبل دوستان يو،غونډ په يو ميدان يو. |
بنجاري د ايمل 5 دانې زړي دناديې له زړو سره ګډکړل او بېرته يې يو، يو د ماشو مانو په مرسته ترې کم کړ. په پای کې 20 زړي پاتې شول. بنجاري په ماشومانو دمنفي کولو عمليه تکرار کړه چې ٢٠=٥-٢٥کيږي او هغوی ته يې سوغاتونه هم ورکړل. |