د قدسيې او شفيقې دنانځکو، لي لي او سي سي، واده وو، پدې وخت کې بنجاري راغی اوله هغويې وپوښتل چې هغه څه دی چې په هر څه باندې شته؟ ماشومانو له څو غلطيو وروسته سم ځواب پيدا کړ چې "نوم " و. بنجاري هغوی ته وويل چې څو نومونه پيدا، مونث اومذکر دې سره بېل کړي. ماشومانوهمداسې وکړل. بنجاري دنانځکو دواده لپاره هغوی ته پلاستکې بشقا بونه سوغات ورکړل او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: دشمسي او طارق پام شو چې بنجاري له ځمکې اضافي کاغدونه اوخځلې ټولولې. هغوی په حيرانتيا ددې کار لامل وپوښت. بنجاري ددې کار ګټه دچاپيريال پاکوالی وګاڼه او له هغوی يې وغوښتل چې دخپل کورکلي دچاپيريال پاکۍ ته پاملرنه وکړي. ثدې وخت کې د شفيقي پښه دکېلې په هغه پوټکي وښويده چې طارق اچولی و.بنجاري هغوی ته يې په جادويي هنداره کې کثافات وښودل.  | | | په دوبي کې دګرمۍ له امله په کثافاتو کې شته مکروب هرلورې ته خپريږي اوناروغۍ پيداکوي. |
ماشومانو دهغه ځای د چټلۍ او بدبوی وويل. بنجاري ،کثافات نه يوازې د بد بوی بلکې دځينو ناروغيولامل هم وګڼل. پدې ناروغيو کې محرقه ،اسهال او زيړي هم راځي. بنجاري وويل چې په دوبي کې د ګر مۍ له امله په کثافاتو کې شته مکروب هرلورې ته خپريږي. دا مکروب بياد يادوو شويوناروغيودپيداکېدولامل کيږي. ددې ناروغيونه دژغورنې يوازېنۍ لار دچاپېريال پاک ساتل دي. |