نسيم او نسرين د ويالې تر غاړي دکبانو ننداره کوله چې بنجاري راغی او ماشومانو ته يې "د مېږو رمه تېره شوه، نه يې پل شته نه يې پچې" کيسۍ وويله. هغه له ماشومانو وغوښتل چې دکيسۍ ځواب پيدا کړي اود سم ځواب ويونکي ته يې د انعام ورکولو وعده ورکړه. ماشومانوپه څوځوابونوکې دکيسۍ ځواب پيدا کړ چې کب (ماهي ) و. بنجاري يو، يو پلاستيکي کب هغوی ته سوغات ورکړ اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. عبدالله، رويا ته وويل چې پلار يې له جوزجان نه راغلی او ده ته يې يوه ښکلې چپن راو ړ ې. رويا دجوزجان په اړه ترې وپوښتل، عبدالله بې خبري وښودله. په دې وخت کې بنجاري راغی او ويې ويل چې دجوزجان ولايت د افغانستان په شمال کې پروت دی او مرکز يې دشبرغان ښار دی.  | | | دجوزجان ولايت دافغانستان په شمال کې پروت دی او مرکز يې د شبر غان ښار دی. |
بنجاري د رويا ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې ددې ولايت هوا په ژمي کې ډېره سړه اوپه اوړي کې توده وي. دهغه ځای خلک غالۍ ،ګلمونه ، چپنې،واسکټونه او داسې نور شيان اوبي او پيداوار يې خټکي،انګوراوهندواني دي. عبد الله د هغه ځای دخلکودلوبواو ساعت تېريوپه اړه وپوښتل. بنجاري د بزکشۍ يادونه وکړه چې پرته له افغانستان نه، په نوره نړۍ کې هم شهرت لري. |