بنجاري په خپلوموزونو کلماتوله ټکټکي سره کوڅي ته دننه شوچې له ځان سره يې پلا ستيکي بوم،بورا اوبرس هم راوړی و. دکبير په يادوو شوو شيانوکې د ب توري ته پام واوښت اود ناديې سره يې له تورو سره لوبه پيل کړه.بنجاري هم د بڼ ، بېل، بوټ او باد کلمې پيدا کړې. ماشومانو خپلې مسابقې ته دوام ورکړ او بنجاري هغوي ته يو، يودانه پلاستيکي برس سوغات ورکړ او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه : احمد دځان سره سندره بلله چې دليرې دبنجاري دټکټکي غږ ترغوږو شو او ورسره د يوې مرغۍ غږ هم اورېدل کيده. ملالۍ وويل چې بنجاري له ځان سره کومه مرغۍ هم راوړې خواحمد نه منله . کله چې بنجاري راورسيد له خورجينې يې يوه مرغۍ را وايستله. ملالۍ د مرغۍ په هکله وپوښتل ، بنجاري هغه زرکه وګڼله. احمد وويل چې دزرکې نوم يې ډېر اورېدلی خو دا لومړی ځل دی چې له نږدې يې ويني .  | | | زرکه په دښتواو غرونوکې ژوندکوی ،سرې سترګې، خړ او ښکلی رنګ او سره مښوکه لري |
ملالۍ له بنجاري وپوښتل چې زرکه چيرې ژوند کوي او خوراک يې څه دی. هغه په منتر زرکه په خبرو راوسته . زرکې وويل : " په دښتو، غرونو، اودبوټولاندې ژوند کوو او خوراک مو ږدن،غنم ، موشنګ، بادام او مۍ دي. هګۍ اچوو چې له ٢١ ورځو وروسته بچي کيږي. ملالۍ وليدل چې زرکه سرې سترګې، خړ او ښکلی رنګ او سره مښوکه لري. بنجاري ماشومانوته له سوغات ورکولو وروسته، بلې کوڅې ته ولاړ. |