 | | | تاسې له خپلوانډيوالانو سره کوم نومونه پيداکولای شئ چې د چ په توري پيل شوي وي؟ |
د ژمي په يوه سړه ورځ ماشومانو په کوڅه کې مېله جوړه کړي وه او له ځان سره يې چای، چاينکه او چاکليټ هم راوړي وو. په دې وخت کې دماشومانو د چ توري ته پام شو چې په چاى ، چاينکه او چاکلېټوکې راغلى دى. بنجاري راغى اود چاى ،چاکلېټ او چاينکې ترڅنګ يې د چرګې او چاغ دنومونو يادونه هم وکړه چې د چ په تورو پيل شوي دي. بنجاري ماشومانوته چارمغز ډالۍ کړل؛ ماشومان خوښ شول او په دې ترڅ کې يې پام شو چې دچارمغز نوم هم په چ پيل کيږي. بله کوڅه په بله کوڅه کې ماشومانو ته پوښتنه پيدا شوي وه چې بنګړي به په دانه خرڅېږي که په درجن؟  |  له چای، چاکليټ پرته د چ توری نور دکومونومونو په پيل کې راځي؟  |
په دې مهال بنجاري راغی او ماشومانو ته يې ١٢ دانې بنګړي ورکړل . کله چې يې هغه وشمېرل ، پوه شول چې بنګړي په درجن خرڅيږي. بنجاري له ماشومانو وپوښتل چې نور کوم څيزونه په درجن خرڅيږي؟ هغوی د کاچوغو او پنجو،ګېلاس او پيالو اوڅونوروڅيزونو نومونه واخيستل. |