BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:36 گرينويچ 2008 ,19 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: زيړه پاڼه

زېړه پاڼه
زيړې پاڼې سرې پاڼې، منی شو خورې پاڼې، ما په هوا وليدې، ښکلې ګډيدې پاڼې.
غوټۍ ناديې ته وويل چې يوه نوی ترانه يې زده کړې په دې کې بنجاري هم راغي او په ګډه يې له غوټۍ څخه وغوښتل چې ترانه ووايي.

غوټۍ پېل کړه: زيړې پاڼې سرې پاڼې، منی شو خورې پاڼې، ما په هوا وليدې، ښکلې ګډيدې پاڼې، منی ښې ميوې لرې، تکې سرې مڼې لري.

نازيې او بنجاري ماما دويم ځل ورسره تکرار کړه او په پای کې دواړو ماشومانو له چمبې سره چې بنجاري وکړي وه وويله.

بله کوڅه

اجمل او نادر په ګډه چارمغز ګټلي وو. دواړه ورته پۀ ګډه ناست وو چې حساب يې کړي اجمل له خپل ملګري نادر نه وغوښتل چې څلور څلور وشمېري.

ويې ويل چې هم به يې حساب زر خلاص شي او هم به د څلورو ضرب زباني زده کړي. نادرته هم دا کار ښه وبرېښېدۀ.

دوي د يو بل په مرسته تر پنځو پورې د څلورو ضرب زباني وويل خو په شپږو کې بندپاتي شول په دې کې بنجاري راغي.

هغۀ وپوښتل چې پنځه څلوره څو کيږي؟ دواړو وويل شل کېږي. بنجاري ورڅخه وغوښتل چې څلور غوزان نور هم ورباندې زيات کړي.

څلور په څلورو کې اته کيږي.
نادر په غوزانو د څلورو ضرب زباني زده کوله

اجمل پۀ شلو دپاسه څلور غوزان نور هم زيات کړل او معلومه شوه چې شپږ څلوره څلورويشت کېږي.

همداسې نادر ورباندې څلور غوزان نور هم زيات کړل. نادر وويل چې اوۀ څلورو اته ويشت کېږي.

په پای کې بنجاري يوه يوه څلويښت ورقيزه کتابچه تحفه ورکړه او له دې سره خپرونه پای ته ورسېده.

نولیدبنجاري خورجين
نولی
د ماشوم تصويردبنجاري خورجين
دعکس ذهني سوال
د څارويو سټدبنجاري خورجين
سټ
مېږیدبنجاري خورجين
مېږيان
اينځردبنجاري خورجين
اينځر
ملاچرګکبنجاری خورجين
ملاچرګک
چمبه که دايرهدبنجاري خورجين
دايره
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>