BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:53 گرينويچ 2008 ,16 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبنجاري خورجين: سيوری

ماشوم او د هغه سيوری

غفاراو ثريا پيتاوي ته ولاړ وو. ثريا غفار ته وويل چې يو چستان درته وايم که پوه شې!

ويل يو شى دى نه لمدېږي نه ماتېږي په رڼاکې درسره وی په تياره کې پناه کېږي.

غفار تر ډېر فکر وروسته وويل چې لښته ده خو ثريا يې ځواب غلط وباله په دې کې بنجاري راغی تر روغبړ وروسته له موضوع خبرشو.

بنجاري وويل چې دا ډول پوښتنې لږ څه فکر او دقت غواړي بيا بنجاري بېرته د سره چستان تکرارکړ. غفار د څو نورو شيانو نومونه واخيستل:

لکه لمر، ستوري. خو په پاى کې يې سم ځواب وويل چې (سيورى) دى بنجاري تر تائيد وروسته آفريني ورکړه.

بله کوڅه

نوريې د زردآلو زړي (مندکې) ماتولې او غوښتل يې چې ځان ته امېل ترې جوړ کړي. خيبر راغی او ورته يې وويل چې راځه په همدې زړو دڅلورو ضرب زباني وکړو.

نوريې ومنله او ديو بل په مرسته يې تر اوو پورې د څلورو ضرب زباني وويله. خو په (اتو) کې بنده شوه، په دې کې بنجاري راغی.

حساب
بنجاري وويل که په (٢٨) زړي (٤) نور زړي چوو (٣٢) کېږي.

هغۀ وپوښتل چې (٧) څلور مو څو کېدل؟ نوريې وويل (٢٨) بنجاري وويل چې (٤) زړي نور پرې واچوه! نوريې وشميرل او ويې ويل چې (٣٢) کېږي.

خيبر څلور نور زړي هم پرې واچول اوڅرګنده شوه چې (٩) څلور مو (٣٦)کېږي او همداسې ترلسو پورې د څلورو ضرب زباني وويله.

وروسته له هغۀ ماشومان په گډه په لږو غلطيو چې بنجاري ورته ځاى په ځاى اصلاح کړل د څلورو ضرب زباني له يوه نه تر لسو پورې تکرارکړه.

بنجاري د هغوى د زده کړې ستاينه وکړه، خداي پاماني يې ورسره وکړه او خپرونه پاي ته ورسېده.

بوييدبنجاري خورجين
بيهي
زيړه پاڼهد بنجاري خورجين
زيړه پاڼه
نولیدبنجاري خورجين
نولی
د ماشوم تصويردبنجاري خورجين
دعکس ذهني سوال
د څارويو سټدبنجاري خورجين
سټ
مېږیدبنجاري خورجين
مېږيان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>