 | | | په سړه هواکې په ځانګړې توګه دلوبوپه مهال بايدځانونه ګرم وساتو. |
يوه ورځ کبير او کمال په سړه هوا کې توپ بازي کوله . دلوبو په اوږدوکې دکبير ګرمي وشوه ، خپله کُرتۍ او جاکټ يې له ځانه وايستل . کمال ورته وويل چې کُرتۍ اوجاکټ دې نه باسي ځکه چې ناروغه به شي خوکبير يې خبره ونه منله . کله چې لوبه نيمايي ته ورسيده ،کبير په پرنجي پيل وکړ. کمال ورته وويل :"که زماخبره دې منلې وای ولې به ناروغه کېدې؟!" په دې کې بنجاري راغي او دکمال خبرې يې سمې و بللي او ويې ويل چې په سړه هوا کې بايدخپل ځانونه ګرم وساتي. کبير دبنجاري خبرې ومنلې او وعده يې وکړه چې نور به داسې نه کوي . خپلې جامي يې بېرته واغوستي . بله کوڅه : ښاپيرۍ چې کله دجلال جامي وليدې ورته يې وويل چې څنګه دوه رنګه جامي يې اغو ستي دي. جلال په ځان ښودنه ورته وويل :  |  توراوسپين، لايق اوتنبل،ډبل اونری اوداسې نورې کومې کليمې ګڼل کيږي؟  |
"سپيني مې جامي دي او توره مې کورتۍ." په دې کې بنجاري راغي اود جلال دجامو ستا ينه يې وکړه او ويې ويل چې دا يو دبل ضداو متضاد دي. دجلال او ښاپيري هم پام شواو په ګډه يې د: ښه او بد،مشراو کشر،لايق او ټنبل،ډبل او نرۍ کليمې پيدا کړي او بنجاري ته يې وويل. بنجاري دواړه وستايل او ښاپيرۍ ته يې يوه ښکلې نانځکه او جلال ته يې يوخالخالي توپ سوغات ورکړ. |