دپسرلې ورځې وې، کله باران او کله لمر کيده. قدوس او سامعې لوبې کولې چې پدې مهال بنجاري راغی . هغوی ته يې د "هوا لمده خيشته ده،رنګارنګ يوه لينده ده،ټوله سيمه پرې ښايسته ده" کيسۍ وويله. ماشومانو هڅه وکړه خو يوهم سم ځواب پيدا نکړ. بنجاري وويل چې په پسرلې کې په څورنګونو پيدا کيږي او دليندۍ شکل لري. ماشومان پوه شول چې دکيسۍ سم ځواب دبوډۍ ټال دی. بنجاري يوه،يوه چتري هغوی ته سوغات ورکړه او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه : اجمل ډوډۍ خوړله ،ليلا ته يې هم لږه ورکوله خو ليلا يې له خوړلو انکار وکړ. بنجاري راغی اوله خورجينې يې يوه جادويي هنداره را وايستله. په هنداره کې د اسد په نوم يو هلک د نس ناستي ناروغۍ درلودله. ډاکټر داسد د نار و غۍ لامل د هغه ناولي لاسونه وبلل.  | | | اجمل له ځان سره ژمنه وکړه چې نور به خپل لاسونه پاک ساتي او نظافت ته به پاملرنه کوي. |
ډاکتر وويل چې لاسونه دې ورو سته له رفع حاجت او مخکې له ډوډۍ خوړلو په پاکو اوبو او صابون و مينځل شي. که څوک داکار ونکړي په اسهال، زيړی ،وچکۍ ( محرقې) اميب او داسې نورو ناروغيو اخته کيږي . د هندارې تر تړلو وروسته اجمل هم له ځان سره ژمنه وکړه چې نور به خپل لاسونه پاک ساتي او نظافت ته به پاملرنه کوي. |