عبدالله او جمشېدرمه څروله ، عبدالله له جمشېدنه وپوښتل چې څومېږې لري ، هغه وروسته ترشمېرلودخپلومېږوشمېر 10 وښوده. جمشېد وويل که 2 نور هم پرې زيات شي ټول څوکيږي؟ عبدالله سم ځواب پيدا نه کړای شو. جمشېدوويل چې : 10+2=12 کيږي. په دې کې بنجاري راغې اوله هغوی يې وغوښتل چې له 10 نه تر15 پورې جمع کړي. ماشومانو، دځينوتېروتنوسره، تر15 پورې جمع کړل. هغوی دجع کولوکارته تر 10+10= 20 پورې دوام ورکړ اوبنجاري بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه : عادله دمڼې په خوړلوبوخته وه چې بنجاري راغی او ماشومانو ته يې دمڼې په اړه سندره وويل.  | | | مڼه دوجودمقاومت لوړوي ، زړه ته قوت ورکوي ،جلدشفافوي اوداسهال ناروغۍ ته هم ګټوره ده. |
هغه له خورجېنې مڼه را وايسته او له ماشومانو دهغې دګټوپه اړه وپوښتل. يوه وويل چې دوجود مقاومت لوړوي ،بل وويل زړه ته قوت ورکوي . بنجاري وويل چې مڼه وينه صافوي،جلد شفافوي او د اسهال ناروغۍ ته هم ګټه لري. وروسته بنجاري ماشومانوته يوه يوه دانه مڼه سوغات ورکړه اوترې ويې غوښتل چې ترخوړلومخکې يې ومينځي. |