 | | | په نړۍ کې ٣٠٠ ډوله کوترې پيژندل شوی چې په کورنۍ اوصحرايي ډلو ويشل شوېدي. |
نيلوفراو فرحناز چندروکوله، فيصل راغې او دهغه کاږه واږه خطونه يې دمنکسر خط په څېر وبلل. نيلوفر د منکسرخط په اړه بې خبري وښوده چې پدې وخت کې بنجاري را ورسيد او ويې ويل چې د چندرو خطونه منکسرې ( ماتې) بڼې لري. وروسته يې له ماشومانو د منکسر خط مثالونه وپوښتل. هغوی د ارې غاښونه، دغرونو څوکې ، قات لاس اودتوت پاڼه يادکړل. بله کوڅه : ليلا او ايمل په لوبو بوخت وو چې بنجاري راغی او له خورجينې يې يوه جادويي کوتره را وايستله او په اړه يې له ماشومانووپوښتل. ماشومانوډېرکم مالومات درلودل. جادويي کوترې وويل چې په بېلابېلو رنګو نو لکه : سپين، تور، نصواري، خاورين او نوروپيدا کيږي. په نړۍ کې ٣٠٠ ډوله کوترې پيژندل شوی چې ټولې يې په دوو برخو ويشلې چې کور نۍ او صحرايي کوترې دي او د 3 نه تر 5 کالو پورې عمر لری.  |  د ارې غاښونه، دتوت پاڼه اود غرونو څوکې د منکسر خط مثالونه دي.  |
کوترې دوه هګۍ اچوي او تر 19 ورځو وروسته يې بچي له هګيو راوځي. خوارک يې ږدن ،غنم، شنه بوټي او داسې نور شيان دي. |