ايمل او پلوشه په کوڅه کې په لوبو بوخت وو، ايمل له پلوشې څخه يوه ذهني پوښتنه وکړه چې پخوا يې له بنجاري څخه زده کړې وه. پدې وخت کې بنجاري راورسېد اودايمل څخه يې دپوښتنې دتکرارغوښتنه وکړه. ايمل وويل چې درې مڼې دې په دوه پلارونواودوه زامنو برابرې وويشي. پلوشې دڅو ځوابونوپه ترڅ کې ځواب وموند چې يو پلار، بل زوی اودرېيم هم لمسی دی چې په پايله کې دوه زامن او دوه پلارونه کيږي. بنجاري يې ځواب سم وباله ، يوه يوه دانه مڼه يې سوغات ورکړه او خپله بلې کوڅې ته راوان شو. بله کوڅه : حميدې اجمل ته بادام ورکړل. اجمل غوښتل هغه په غاښونومات کړي خو حميدې منع کړځکه چې غاښونه يې خرابېدل.  | | | درې مڼې په دوو پلارونواودوو زامنو داسې وويشي چې هر يوه ته يوه يوه دانه ورسيږي. |
اجمل دهغې خبره بابېزه وګڼله او ويې ويل چې دى تل غوزان، بادام او زړي په غاښونو ماتوي. په دې وخت کې بنجاري راغی او دحميدې خبره يې تاييد کړه. بنجاري له خورجينې هنداره را وايستله اواجمل ته يې ورکړه چې خپل غاښونه پکې وګوري. اجمل دخپلوتورو او چينجنوغاښونوپه لېدلوډېرخواشينی شو. بنجاري ورته وويل چې وروسته له دې دې خپل غاښونه پاک ساتي اوکلک شيان دې پرې نه ماتوي څو يې غاښونه له دې زيات خراب نه شي. |