 | | | سلام اچول د سلامتۍ مانا ورکوي او ديوه مسلمان پر بل مسلمان حق دی چی سلام ورکړي. |
مدينې اوبصيرې د ورته کلمودپيدا کولو لوبه کوله، مدينې وويل چې کلک اوسخت، او ښکلی اوښايسته يوه مانا لري. بصيرې نه منله چې پدې وخت کې بنجاري راغی اودمدينې دخبرو په تاييد يې وويل چې دې ډول کلموته ورته (مترادفې) کلمې وايي او دواړه يوه مانا لري. وروسته ماشومانودبنجاري په مرسته د هېواد او وطن، پښتورګی اوبډودې اونورې ور ته کلمې پيدا کړې. بنجاري هغوئ وستايل اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه : جميلې ته چې هر څوک په مخه ورتلل نو سلام يې ورته ورکاوه. جميل دهغې دا کار سم ونه باله او ورته يې وويل هغه څوک نه پيژني نه بايدچې سلام ورکړي. جميلې دپلار له خولې وويل چې سلام اچول د سلامتۍ مانا ورکوي او ديوه مسلمان پر بل مسلمان حق دی چی سلام ورکړي.  |  هېواد او وطن، پښتورګی اوبډودې اوښکلی اوښايسته مترادفې کلمې دي.  |
پدې وخت کې بنجاري راورسيد او دجميلې دخبروپه تاييد يې وويل چې داذان، ډوډۍ خوړلو،لمانځه او رفع حاجت په وخت کې سلام اچول منع دی. بنجاري دسلام اچول دمعاشرت له آدابو وګڼل اوماشومان يې دې کار ته وهڅول خپله بلې کوڅې ته ولاړ. |