په يوه لمرينه ورځ کې ماشومانولوبې کولې چې بنجاري د : شين دی آسمان شين دی ،لمر پکې زرين دی، موزونوکلماتوپه ويلو راورسېد. مدينې اورستم له بنجاري څخه وپوښتل چې شعر يې دڅه په اړه و. بنجاري هغه دصفت درلودونکې وباله او له هغوئ يې وغوښتل چې صفت پکې پيداکړي. ماشومانو صفت ونه پېژاند، بنجاري وويل چې صفت دنوم څرنګوالی بيانوي، لکه شين آسمان، چې آسمان نوم اوشين يې صفت دی. ماشومانو دبنجاري په مرسته غټه هندواڼه، چې غټ صفت اوهندواڼه اسم دی اولوړه ونه ياده کړه. بنجاري هغوی وستايل اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه : ميرويس او نادر دکاغذ پران لوبه کوله چې دميرويس دکاغذپران تار دبرېښنا په مزي کې ونښت،نادر غوښتل چې هغه راخلاص کړي. پدې وخت کې بنجاري راغی اوهغه يې له دې کار څخه منع کړ او ورته يې وويل چې د بر ېښنا مزو ته لاس وروړل ډېر خطر لري.  | | | صفت دنوم څرنګوالی بيانوي، لکه شين آسمان، چې آسمان نوم اوشين يې صفت دی. |
بنجاري په جادويي هنداره کې هغوئ ته يو هلک ور وښود چې دبرېښناد مزو سره دلوبو په پايله کې برېښنا نيولی او يو لاس يې فلج شوی و. د هندارې تر تړلو وروسته ميرويس او نادر هم پښيماني څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې بيا به هيڅکله دبرېښنا له مزو سره کار نلري. |