صديقې يوه نوې کيسۍ زده کړې وه او له غفارڅخه يې دهغې ځواب غوښت چې بنجاري راغی اوله هغی وغوښتل چې کيسۍ بياتکرارکړي. صديقې وويل : جوړه دوه خورګانې دي ،څنګ په څنګ روانې دي، يو بل ته هيڅ نه ګوري ، خو يوه پر بلې ګرانې دي . غفار د کيسۍ ځواب سترګې وباله چې بنجاري هم تاييدکړ اوله هغوئ يې وغوښتل چې دکيسۍ ويلو لوبې ته دوام ورکړي اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه : بلال خواشينې و، جميلې ترې دخپګان لامل وپوښت، بلال وويل چې خور يې درې افغا نۍ ورکړې چې په هره افغانۍ يې دوه ، دوه ژاولې راوړي . جميله هم پوه نه شوه چې پدې وخت کې بنجاري راورسېد او خبره يې له هغه سره شريکه کړه.  | | | جوړه دوه خورګانې دي، څنګ ترڅنګ روانې دي، يو بل ته هيڅ نه ګوري خو يوه پر بلې ګرانې دي . |
بنجاري د دوو ضرب زباني تر دريو پورې ويله اوپه هره افغانۍ يې دوه دوه دانې ژاولې کېښودې چې تر دريو وروسته شپږ دانې ژاولې شوې. 1×2=2 ، 2×2=4 ، 3×2=6 وروسته يې ماشومانوته سوغاتونه ورکړل اوترې ويې غوښتل چې په نورو شيانوهم ضرب زباني زده کړي اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. |