BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:53 گرينويچ 2009 ,21 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبنجاري خورجين: اوږده نوکان

اوږده نوکان

آمنې او خليل دمڼو په واسطه ددوو ضرب زباني ويله چې خليل غلطي وکړه او مڼې ترينه ولاړی.دواړه ډېرحيران شول.

پدې وخت کې بنجاري راورسېد او ددوو ضرب زباني يې له سره او سمه وويله، مڼې هم ځای په ځای ودريدې .

ماشومانو په حيراني د بنجاري څخه پوښتنه وکړه چې ولې مڼې ددوی نه ولاړې او بنجاري ته ودرېدې؟

بنجاري وويل چې دوی ضرب زباني غلطه وويله ځکه مڼې ترينه ولاړې او دايې هم زياته کړه که دوی ضرب زباني سمه وويله مڼې بيرته ورځي.

ماشومانو په ګډه ددوو ضرب زباني له دوو نه تر شپږو پورې سمه وويله ، مڼې بيرته ددوی خواته راغلی او بنجاري بلې کوڅې ته ولاړ.

بله کوڅه :

بنجاري په موزونه شعر کوڅې ته دننه شو،دمونسې ،عارفې او رحيم پام شو چې دخور جينې څخه يو غټ جادويي ناخونګير راووت .

ناخونګير په خبرو پيل وکړ اودماشومانو څخه يې وپوښتل چې دوی په دې پوهيږي چې ولې دده غټ نوکان نه خوښيږي.

ددووضرب زباني
ماشومانوددوو ضرب زباني له سره او سمه وويله، مڼې بيرته ددوې خواته راغلی .

يو ماشوم ځواب ورکړ د غټونوکانولاندې خيرې ټوليږي ، چې د ډوډۍ خوړلوپرمهال دا خيرې بدن ته ځې اوانسان دګيډې په ناروغۍ اخته کوي.

بنجاري او ناخونګير دهغوی دخبرو په تاييدوويل چې ددې ترڅنګ سړي ته اسهال، وچکی،پيچشش او ځينې نورې ناروغۍ هم پيدا کيږي

په پای کې بنجاري ماشومانوته يو ،يو ناخونګير سوغات ورکړ او ترې ويې غوښتل چې دمشرانو په مرسته دې خپل نوکان واخلي.

خُرمادبنجاري خورجين
خُرما
دسترګوکيسۍد بنجاري خورجين
سترګې
دسلام آداب دبنجاري خورجين
دسلام آداب
دصفت پېژندلد بنجاري خورجين
دبرېښنامزي
ذهني پوښتنهدبنجاري خورجين
‌ذهني پوښتنه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>