مرضيې خپل واړه چورګوړي کور ته دننه کول . ميرويس ترې وپوښتل: د ديوال پر سر يو چرګ دی چې دديوال يوې خواته مالوچ او بلې خواته واښه دي. چرګ کوم لوري ته هګۍ واچوي چې ماته نه شي؟ مرضيه سمه پوه نه شوه چې پدې مهال بنجاري راورسېد او همدا پوښتنه يې تکرار کړه. ماشومانوڅو غلط ځوابونه ورکړل خو په پای کې دمرضيې پام شو چې چرګ هګۍ نه اچوي. بنجاري سوغات ورکړاو خپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه : بنجاري په موزونه شعر کوڅې ته دننه شو، تر روغبړ وروسته يې له خورجينې خټکی راوويست او ماشومانو ته يې وويل چې کندز ته تللی و. ماشومانو له بنجاري څخه دکندز ولايت په اړه وپوښتل. هغه په جادويي هنداره کې دکندز ولايت ماشومانو ته وښود.  | | | په کندزکې خټکي، هندواڼې، انګور، پسته، بادام او انار ډېر پيداکيږي. |
هغوي په پيل کې د رحمت الله په نامه له يوه هلک څخه ، چې دکندز اوسېدونکی و، دکندز دموقعيت اوپيدا وارو په اړه وپوښتل. هغه وويل چې کندز د افغانستان په شمال شرق کې دی اوپيدا واريې خټکي،هندواڼې، انګور ،پسته او انار دي او خلک يې په پښتو، دري ، ازبکي او ترکمني ژبو خبرې کوي. د رحمت الله په خبرو جادويي هنداره هم وتړل شوه. بنجاري ماشومانوته خټکی سوغات ورکړ او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. |