 | | | بنجاري ماشومانوته دضميردکارونې دځای په اړه مالومات ورکړل. |
بنجاري دسوی سره يو ځای په موزونه شعر کوڅې ته دننه شو. فريدون په خوښۍ زهرې ته نارې کړې چې:" ای نجلۍ دلته راشه بنجاري راغلی." سوی ترې وپوښتل چې ولې يې دنجلۍ دنوم په ځای د " ای " کلمه وکاروله؟ فريدون ونه پوهېده خو بنجاري داسې کلمې ضمير وګڼلې. بنجاري وويل چې دنوم دتکرارولونه ډډه کوی لکه : احمدډوډۍ وخوړه، هغه له ډوډۍ سره اوبه هم وڅښلې او داسې نور. ماشومانو دې ته ورته څونورې جملې هم پيدا کړې، بنجاري هغوی وستايل اوخپله له سوی سره بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: سهيلا دقسيم نه دديوال په سر دناستو کوترو شمېر وپوښت. قسيم ورته وويل چې هغه يې دورور دي اوپخوا(١٠) دانې وې. هغه اوس (٥) دانې نورې هم اخيستي خو نه پو هيږي چې ټولې څو کيږي. پدې وخت کې بنجاري هم راورسېد.  | | | ماشومانودبنجاري په مرسته وکولای شول تر(١٥) پورې دشيانو جمع زده کړي. |
هغه تر روغبړ وروسته له ماشومانو وغوښتل چې ټولې کوترې سره جمع کړي، خوهغوئ په شمېرکې تېروتنه وکړه. وروسته يې دبنجاري په مرسته وکړای شول چې ټولې کوترې وشميري چې (١٥) دانې کېدې اوپدې توګه يې تر(١٥) پورې ساده جمع زده کړه. |