 | | | دنوي کال په لومړۍ ورځ خلک اووه ډوله وچې ميوې لمدوي اوله دوستانوسره يې خوري. |
ستورۍ د هفت مېوې په هکله نوې ترانه زده کړې اونسيم ته يې ويله چې بنجاري راغى اوترروغبړ وروسته يې له ستورۍ وغوښتل چې ترانه له سره ووايي. ستورې ترانه داسې پيل کړه: راروان دا نوی کال دی - هفت ميوې به موږه خورو مېلې به هم کوو ، مېلې به هم کوو.... بنجاري ماشومان دسوغاتوپه ورکولو وستايل اوله هغوئ وغوښتل چې دهفت مېوې ترانه خپلو دوستانوته هم ورزده کړي اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه : مينې نوې جامې اغوستې وې، فهيم مبارکي ورکړه . مينې وويل چې هغه يې دنوروز دخوښۍ په مناسبت اغوستي دي. بنجاري پدې ورځ دخلکود نورو کارونوپه اړه وپوښتل، ماشومانومېلوته دخلکودتللو، راز رازخوړوپخولو او هفت مېوې وويل.  | | | په پسرلي کې د سمنک پخول هم له پخوازمانو را پدېخوا زموږ په هېواد کې رواج لري. |
مينې وويل چې دې ورځې ته خلک ځکه خوش وي چې دژمي سختې ورځې يې تېرې کړي اوطبعيت هم نوې ښکلاغوره کړې وي. |