BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:35 گرينويچ 2010 ,02 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبنجاري خورجين : دورېښمو تار

توتان
توتان بايدترخوړلومخکې ښه ومينځل شي چې ناولي توتان سړي ته ناروغي پيداکوي.
دپسرلې يوه ښکلې ورځ وه، نسيم اونادرې توت خوړل . نادرې وويل چې دهغې دتوت په اړه يوه ترانه هم زده ده چې پدې وخت کې بنجاري راغی.

بنجاري تر روغبړ وروسته له نادرې وغوښتل چې دتوت ترانه دې ووايي چې دنسيم هم زده شي او دی يې هم واوري. نادرې ترانه داسې پيل کړه:

ځولۍ به ورته ونيسو چې وڅنډو توتان- راځئ ملګرو وخورو خواږه ،خواږه توتان

ښايسته يې دې رنګونه - ډېر پکې خوندونه- دا ونه څه ښه ښکاري پکې ځوړنددي توتان

بنجاري ترانه وستايله اوله ماشومانويې وغوښتل چې توت دې ترخوړلومخکې ښه ومينځي چې ناورغ نشي اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ.

بله کوڅه:

ليلايو ښکلی پړونی په سرکړی و او قسيم ته يې ويل چې له ورېښموجوړشوی دی. قسيم ترې وپوښتل چې ورېښم څه ته وايي اونورکوم شيان ترې جوړيږي.

پدې مهال بنجاري راورسېداو ترروغبړ وروسته يې قسيم ته له خورجينې يو دستمال ورکړ اوزياته يې کړه چې داهم له ورېښموڅخه جوړ شوی دی.

دورېښموتار
له ورېښمولونګۍ،دستمال،شال، پړونی اوځيني نورشيان جوړوي.

بنجاري وويل چې دورېښمو تارنرم اوقيمتی وی او يوډول چينجې يې جوړوي چې دتوت پاڼې خوري اودورېښمودچينجي په نامه ياديږي.

وروسته ماشومانودبنجاري په مرسته دپړوني، لنګۍ، دستمال اوځينونوروشيانونومونه واخيستل چې له ورېښموجوړيږي.

دلړم چيچلدبنجاري خورجين
لړم چيچل
هفت ميوهدبنجاري خورجين
هفت مېوه
دبنجاري خورجيند بنجاري خورجين
سمنګان
کوترېدبنجاري خورجين
کوترې
دشيدوګټېدبنجاري خورجين
شېدې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>