 | | | شاهتوت دانسان وينه ډېروي،نس ناستي ته ګټوردي اودستوني دردښه کوي. |
تميم،شګوفه او شازيه په رسم اېستلوبوخت وو، چې پدې مهال بنجاري هم له سوی سره کوڅې ته دننه شو اوماشومانوته يې لاندې ترانه وويله: لاړبه شو موږ ټول - راټول به کړو غاټول - راځئ ملګرو څومره ښکلې ښکاري دا غاټول سره سپين غاټول څه ښکلې ښکاري- په کې تورداغ يې خو لا نورهم خوند کوينه دغاټول ماشومانو هم ترانه تکرارکړه. بنجاري هغوی دسوغاتونوپه ورکولووستايل اوپخپله له سوی سره بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه : کريمې ،بصيراو ذکيې دشاتوت تر ونې لاندې مېله درلوده چې بنجاري هم راغی او تر روغبړ وروسته يې له ماشومانو دشاتوت دګټو په اړه وپوښتل.  | | | لاړبه شو موږ ټول - راټول به کړو غاټول - راځئ ملګرو څومره ښکلې ښکاري دا غاټول |
کريمې وويل چې شاهتوت دانسان وينه ډېره وي. بصير شاهتوت دنس ناستې لپاره ګټور وبلل او ذکيې هغه دستوني د درد دارو وګڼل. بنجاري وويل چې شاهتوت دافغانستان په ډېروسيموکې پيدا کيږي اوله ماشومانويې وغوښتل چې دشاهتوت دونې لاندې مېله ونکړي ځکه چې جامې يې رنګوي او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. |