 | | | ځمکه په ما ګرانه ده- خورمې پرې روانه ده، هم پکې مېوې کيږي- هم پکې غنم.... |
بنجاري له سوی سره کوڅې ته دننه شو، تر روغبړ وروسته سوی عارف او ثريا ته، چې په لوبو بوخت وو، داسې يوه ترانه پيل کړه: ځمکه په ما ګرانه ده- خورمې پرې روانه ده، هم پکې مېوې کيږي- هم پکې غنم.... بنجاري له ماشومانو وغوښتل، چې ترانه له خپلوانډيوالانوسره تکرار کړي او خپله له سوی سره بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: لېمې دپلارلپاره کروندې ته ډوډۍ وړله، چې هارون وليده او ورته يې وويل، چې غرمه لا ليرې ده. لېمې هغه دڅاښتي(برېزر) ډوډۍ وګڼله. په دې مهال بنجاري کوڅې ته دننه شو او تر روغبړ وروسته يې له ماشومانودورځې پاتې وختونه وپوښتل.  | | | ورځ په سهار، څاښت، غرمه ،ماسپښين، مازيګر، ماښام او ماخستن وېشل شوېده. |
هارون دګهيځ(سهار) نوم واخيست. بنجاري وويل،کله، چې لمر يوه نېزه لوړشي، څاښت يې بولي،کله چې لمر سړي سرته راشي، غرمه شي. کله، چې سيوری تغيير وخوري، ماسپښين کيږي اوترډوبېدو دمخه وخت ته مازيګر، چې لږه تياره شي ماښام او کله چې پوره تياره اوپه آسمان کې ستوري پيداشي، هغه ماخستن دی. |