BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:08 گرينويچ 2010 ,16 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: دکابل ښار

دېګ
هغه څه دی، چې په سوررنګ توريږي، سريې جداکيږي ،کله تش کله ډکيږي؟
فاطمه، چې نوې له کلې نه دخپل اکا کره راغلې وه ، داکاله له زوی عبيد څخه يې وغوښتل چې دکابل ښار ځينې ځايونه وروښيي.

په دې مهال بنجاري کوڅې ته رادننه شواو ماشومانو تر روغبړ وروسته ترې وغوښتل، چې هغوی ته دکابل ښارد ځينو مهموبرخو په اړه مالومات ورکړي.

بنجاري په جادويي هنداره کې لومړی هغوی ته دبابربڼ وښود، چې زيات شمېرخلک دسيل اوساعت تېرۍ لپاره ورغلي وو.

ترهغې وروسته يې ديوې غونډۍ پرسر باغ بالا وروښود، چې هلته هم ګڼ شمېرکابل ښاريان تر سترګو کېدل.

همدا راز بنجاري ماشومانوته دکابل د شېردروازی، آسمايي اوخواجه صفاغرونه هم ور وښودل، چې ډېر شهرت لري.

پدې مهال دفاطمې پام يوه سيند ته شوه، چې اوبه پکې نه وې. بنجاري هغه دکابل سينديادکړ، چې دوچکالۍ له امله يې اوبه کمې وې اوبنجاري دهندارې تر تړلوروسته وبلې کوڅې ته ولاړ.

انترکانتی نينتل هوټل،کابل
دکابل انترکانتي نينتل هوټل دباغ بالا څنګ ته موقعيت لري.

بله کوڅه:

مقدسه او سمير دګاونډي له کورنه د مېلمستيا لپاره دېګ راوړی و، چې پدې مهال بنجاري هم راورسيد اوله هغوی نه يې د لاندې کيسۍ ځواب وپوښت:

"هغه څه دی چې په سوررنګ توريږي، سريې جداکيږي ،کله تش کله ډکيږي؟"

ماشومانو ترلږ سوچ کولو وروسته دکيسۍ ځواب پيداکړ، چې دېګ و . بنجاري هغوی وستايل اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ.

دځمکې ترانهد بنجاري خورجين
دځمکې ترانه
دبنجاري خورجيند بنجاري خورجين
ښه زده کوونکي
آلوبخارادبنجاري خورجين
غزني
دمڼې ترانهدبنجاري خورجين
دمڼې ترانه
دبنجاري خورجيند بنجاري خورجين
درې هيجايي کلمې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>