 | | | دسرپرانيستوځايونواوبه دې ترڅښلومخکې واېشول شي يادې کلورين پکې واچول شي. |
مجيب اونصيره په کوڅه کې يوه ترانه زده کوله چې پدې مهال بنجاري له سوی سره راغی اوسوی هغوی ته دروغتيا په هکله لاندې ترانه وويله: دروغتيا خيال مې ساتم - له ناروغۍ ځان ساتم - هم مې خپل ځان پاک ساتم- هم چاپيريال پاک ساتم- خود به خوشاله ګرځم.... ماشومانو ترانه زده او له چمبۍ سره يې وويله. بنجاري ترې وغوښتل، چې خپلو دوستانوته يې هم ور زده کړي اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. بل کوڅه: يوسف، چې نوی له مهاجرت نه راغلی و، غوښتل يې له ويالې اوبه وڅښي، آمنې او رڼا د اوبودناپاکۍ له امله منع کاوه خو هغه يې خبره نه منله. پدې مهال بنجاري هم راورسېد او تر روغبړوروسته يې دآمنې دوی خبره يې تاييدکړه، چې دسر پرانيستو ځايونواوبه بايد ونه څښل شي.  | | | دروغتياخيال مې ساتم، له ناروغۍ ځان ساتم،هم مې خپل ځان پاک ساتم،هم چاپيريال پاک ساتم |
بنجاري وويل، چې په وياله کې خلک جامې مينځي، ځناور او څاروي اوبه ترې څښي اوخځلې هم پکې وي. که چېرې څوک دداسې اوبوڅښلوته اړکيږي، لومړی دې هغه واېشوي اويادې کلورين پکې واچوي، چې دڅښلو وړ شي. |