BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:12 گرينويچ 2011 ,08 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: متضادې کلمې

متضادې کلمې
ماشومانودتکړه، تنبل ؛ تور ، سپين؛ چاغ ، ډنګر ؛ شپه او ورځ کلمې متضادې وګڼلې.
حامد پر سړک دکاغذباد لوبه کوله، چې ناڅاپي دموټردوهلو له ګواښ سره مخ شو. ليلا خور يې پدې کار و رټه، چې پدې مهال بنجاري هم راورسېد او دليلادغوصې لامل يې وپوښت.

ليلا دسړک پرسر دحامددکاغذباد دلوبې او ترڅنګ يې دخپل ګاونډي دزوی پروېز کيسه وکړه، چې دلوبوپرمهال له بام نه راغورځېدلی و.

بنجاري ماشومان وپوهول، څوپداسې ځايونوکې لوبې ونکړي، چېرې، چې دخطر د پېښدو ګواښ موجود وي او خپله بلې کوڅې ته ولاړ.

بله کوڅه:

پلوشه او خليل په کوڅه کې په لوبو بوخت وو، چې دبنجاري دټکټکي دغږ په اورېدويې ځانونه دهغه څنګ ته ورسول او دسوغات يې ترې وپوښتل.

بنجاري وويل، چې پلوشې ته يې کوچنی اوخليل ته غټ توپ او ترڅنګ يې دواړو ته يو دلوړ غږ اوبل ته دټيټ غږ لرونکی شپلاق راوړی دی.

بنجاري
بنجاري ماشومانو ته دسم ځواب په ويلو سوغاتونه ورکوي.

دماشومانوپام دکلمو توپيرته واوښت، چې يو دبل ضد وې. بنجاري هغه متضادې کلمې وبللې.

خليل اوپلوشې د تکړه، تنبل ؛ تور ، سپين؛ چاغ ، ډنګر ؛ شپه او ورځ کلمې پيدا کړې. بنجاري هغوی دسوغاتونو په ورکولو وستايل او خپله بلې کوڅې ته ولاړ.

هراتد بنجاري خورجين
د هرات ولايت
د "چ" توری دبنجاري خورجين
د "چ" توری
يوه هجايي کلمېد بنجاري خورجين
يوه هجايي کلمه
ناپاکې اوبهد بنجاري خورجين
د روغتياترانه
انګورد بنجاري خورجين
د "ج " توری
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>