عبيداو سهيلا دکلاترڅنګ په لمر کې لوبې کولې، چې پدې مهال بنجاري راغی او ويل يې، چې چهارګل، چهارمغز، چشمې او چتري يې راوړې ده. ماشومان متوجه شول، چې دخورجينې ټول شيان د" چ " په توري پيل شوي وو. بنجاري يې خبره تاييد کړه. بنجاري وويل چې" چ "د الفبا له تورو څخه دی، چې له "ج " نه وروسته راځي او له ماشومانو يې وغوښتل، چې داسې څونورکلمې هم پيدا کړي. ماشومانو دچاينکې،چپن او چمن نومونه واخيستل، چې د "چ " په توري پيل شوي وو. بنجاري هغوی وستايل اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: مبشر له ځان نه دکاندار جوړکړی و. ذکيې ته يې يوکيلو نخود ورکړ، خو هغې ويل، چې نخود يې يوکيلو پوره نه دي. پدې مهال کې بنجاري هم کوڅې ته دننه شودواړوته يې يو کيلويي وزن وښود، چې له اوسپنې جوړ او يو کيلوپرې ليکل شوي وو.  | | | چاينکه، چهارګل، چهارمغز،چتري،چمن او چپن هم د "چ" په توري پيل شوېده. |
بنجاري وويل، چې(١٠٠٠) ګرامه يوکيلوګرام کيږي او زياته يې کړه، چې ځينې دکا نداران له کاڼو جوړشويو وزنونوڅخه هم کار اخلي. ماشومانوله بنجاري مننه وکړه اوپه بيړه ولاړل، چې پدې اړه خپلودوستانو ته هم مالومات ورکړي. |