BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:07 گرينويچ 2011 ,20 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: د "ح" توری

کېله
کېله هډوکي کلک، پوټکی روښانه، وينه صافوي او ترڅنګ يې اسهال ته ګټوره ده.
بنجاري دټکټکي په شرنګولوکوڅې ته تر رارسېدو وروسته حليمې او حميد ته يې ور غږ کړ، چې په حلبي لوښي کې يې حلوا راوړې وه.

دماشومانو پام يادو کليموته واوښت، چې ټولې د" ح" په توري پيل شوې وې. بنجاري "ح" دپښتو الفبا اتم تورې وباله.

هغه له ماشومانووغوښتل، چې پدې توري څونورې پيل شوې کلېمې هم پيداکړي او خپله ولاړ بلې کوڅې ته.

بله کوڅه:

اتل او هوسۍ د بنجاري راتګ ته شېبې شمېرلې، چې بنجاري ډکه خورجينه کوڅې ته دننه شو او له ماشومانو سره يې روغبړ وکړ.

ماشومانو له بنجاري وپوښتل، چې په خورجين کې يې څه راوړي دي. بنجاري وويل، چې اوږده ونه، خالخالي ژېړ رنګ اوډېر خوند لري.

ماشومان دڅوغلطوځوابونوتر ورکولو وروسته پدې وتوا نېدل، ياد شی، چې کېله وه، پيدا کړي.

د "ح" توری
حلوا، حلبي، حميد، حميرا اوحليم هغه کليمې دي، چې د "ح" په توري پيل شويدي.

بنجاري وويل،چې کېله هډوکي کلک، پوټکی روښانه او وينه صافوي او ترڅنګ يې اسهال ته هم ډېره ګټوره ده.

هغه ماشومانو ته له خورجينې کېلې سوغات ورکړې، خو هغوی يې دکېلې له ډېرو خوړلو منع کړل، ځکه ، چې ډېر خوړل يې قبضيت پيدا کوي.

دنظافت ترانهد بنجاري خورجين
نظافت
دکنګل کيسۍد بنجاري خورجين
دکنګل کيسۍ
متضادې کلمېد بنجاري خورجين
متضادې کلمې
هراتد بنجاري خورجين
د هرات ولايت
د "چ" توری دبنجاري خورجين
د "چ" توری
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>