 | | | بنجاري ماشومانوته دتوتانوپه دانو له پنځه لسونه تردېرشوپورې شمېرنه ورزده کړه. |
کامران نبيلا ته دخپل پلار لخوا چکرته دبېولووويل، هغې ورته دنوي کال په هکله لاندې ترانه وويله: راشئ وکو خوشالي، نوی کال نوي کالي- څومره ښکلې ده هوا،راشئ کينوونيالګي په کوڅه کې څه ښه ښکاري- را روان دی بنجاري بنجاري هم راورسېد او نبيلاته يې چمبه ورکړه، چې دکامران له ترانې سره يې يوځای ووهي. کامران ترانه تکرار او بنجاري ترې وغوښتل، چې ترانه دې خپلونورو دوستانوته ورزده کړي اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: ماشومان په کوڅه کې په لوبو بوخت وو، چې بنجاري راغی اوتر روغبړوروسته يې له خورجينې نه يوجادويي مرتبان راوېست، چې وچ توتان پکې وو. بنجاري وويل، چې که چېرې هغوی له (١ )نه تر( ١٥)پورې سمه شمېرنه وکړي، مرتبان به خپله بېرته او دوی به ترې ( ١٥)دانې وچ توت واخلي.  | | | راشئ وکو خوشالي، نوی کال نوي کالي- څومره ښکلې ده هوا،راشئ کينوونيالګي. |
ماشومانو سمه شمېرنه وکړه او هريو( ١٥)پنځه لس دانې توت تر لاسه کړل. بنجاري له هغوی وغوښتل، چې اوس دې له ( ١٥) نه تر(٣٠) پورې وشمېري. ماشومانوله تېروتنوسره شمېرنه وکړه، خوپه پای کې وتوانېدل، چې سمه شمېرنه وکړي. بنجاري هغوی ته (٣٠) دېرش دانې توت ورکړل، چې شمېرنه پرې زده کړي. |