 | | | ځناور دی وېروونکی- دچرګانو غلا کوونکی- ډېر له سپونه ډارېدوونکی |
بلال او شکريې په کوڅه کې لوبې کولې، چې پدې مهال نجيب راغی او له هغوی نه يې دلاندې کيسۍ ځواب وغوښت. ځناور دی وېروونکی- دچرګانو غلا کوونکی- ډېر له سپونه ډارېدوونکی- څوک ددې دی، پېژندونکی؟ پدې مهال بنجاري هم راورسېداو له نجيب نه يې دکيسۍ دبيا ويلو دغوښتنې ترڅنګ دسم ځواب ويونکي ته دسوغات ورکولو ژمنه وکړه. بلال لومړۍ دکيسۍ ځواب ليوه اوبيا يې سپی وښوده. شکريې يې سم ځواب ګيدړه وګڼله. بنجاري د شکريې ځواب سم وباله اودسوغات ترورکولو وروسته خپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه:  | | | بنجاري ټولوهغوماشومانوته چې سمه شمېرنه يې وکړه، غوزان سوغات ورکړل. |
اسد او کامران دخپلو انډيوالانو سره په کوڅه کې لوبې کولې، چې پدې مهال بنجاري هم راغی او ماشومانوترې دسوغاتونووپوښتل. بنجاري دغوزانووويل خود ورکولو شرط يې له (۳۰) نه تر(۴۰) پورې سمه شمېرنه وښودله. ټولوله څو ځلي هڅې وروسته سمه شمېرنه وکړه، چې بنجاري ټولو ته غوزان سوغات ورکړل. |