 | | | ځمکني توتان تنده له منځه وړي، وينه صافه اودحافظې دکمزورتيالپاره ګټوردي. |
جمېلې له کورنه بشيرته دتناره ګرمه ډوډۍ ورکړه، چې پدې مهال بنجاري هم راورسېد، چې جمېلې هغه ته هم ګرمه ډوډۍ ورکړه. بنجاري له ماشومانووپوښتل، چې ډوډۍ له څه شي تړاولري. جميله وويل، چې ګرمه ډوډۍ له غنموسره تړاولري. بشيروويل، چې غنم له پټي اوپټي له اوبو سره تړاو لري. بنجاري دا رازکلمې تړاولرونکې(مرتبطې) وګڼلې اوخپله ولاړ بلې کوڅې ته. بله کوڅه: کريم او ناجيې کوڅې ته دبنجاري په راتګ خوښي څرګنده کړه اوله هغه سره ترروغبړ وروسته يې وپوښتل، چې په خورجين کې يې څه راوړي دي. پدې وخت کې له خورجينې يوغږ واورېدل شو، چې ويل يې زړه ته ورته بڼه، سور رنګ ، وړې وړې زخې اومزده دار تروه مېوه ده. ماشومانودنښوله مخې هغه مېوه ځمکنی توت وباله. بنجاري ځمکنی توت دسړو او تودو سيمونبات وګاڼه، چې دځمکې پرمخ رېښې ځغلوي.  | | | ډوډۍ له غنمو، غنم له پټي اوپټی له اوبو سره تړاو لري. |
ددې بوټي تخم تر(4-5) کلونو پورې حاصل ورکوي،خوړل يې تنده له منځه وړي، اعصابو ته ګټور،وينه ډېره اوتصفيه کوي يې. هغه څوک، چې دحافظې کمزوري ولري، دځمکني توت پرله پسې خوړل يې دا ستونزه له منځه وړي. ددې مېوې دټولولو وخت دثور او مېزان مياشتې دي. |