BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:37 گرينويچ 2011 ,11 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: ګوګوشتکه

بريالي ناديي ته پخپل کور کې دګوګوشتکې دځالې دجوړولو وويل، خوبريالي، چې ګوګوشتکه يې نه وه ليدلې، دهغې خبره ونه منله، چې پدې مهال بنجاري هم راورسېد.

ماشومانوله بنجاري نه دګوګوشتکې په اړه مالومات وغوښتل. هغه دمنترپه واسطه په ونه کې ناسته يوه مرغۍ په خبرو راوستله.

يادې مرغۍ خپل ځان ګوګوشتکه وښود، چې ځينې خلک يې موسيچه هم بولي، خړ، نسواري يا هم فولادي رنګ لري.

ګوګوشتکې وويل، چې په غاړه کې تورخالونه او ډېرخوږ غږ لري،داچې چاته آزارنه رسوي، دخلکودکورونوپه ورسيو او ونو کې ځاله جوړوي.

بنجاري وويل، چې ګوګوشتکه په کال کې دوه يادرې ځلې هګۍ اچوي اودکوترې په څېربچوته په خوله کې خواړه ورکوي.

بنجاري ماشومانوته دګوګوشتکې په اړه دمالوماتوترورکولو وروسته بلې کوڅې ته ولاړ.

بله کوڅه:

کريم، شازيه اورحمت په وار په ټال کې زنګېدل خوپه شمېرکې يې تېروتنه کوله، چې پدې مهال بنجاري هم راغی.

ټال خوړل
ماشومانوپه ټال کې ترشپيتوپورې شمېرنه کوله، بيا يې بل ته وار ورکاوه.

بنجاري ترې وغوښتل، چې هر تن دې له يوه نه ترشپيتوپورې وشمېري،بيا دې بل ته وار ورکړي.

ماشومانوهمداسې وکړل، بنجاري هغوی ته يو، يوپاکټ بيسکېټ سوغات ورکړل اوترې ويې غوښتل، چې دبيسکېټ په شمېرلو دې په ټال کې په نوبت و زانګي او خپله بلې کوڅې ته ولاړ .

شمېرد بنجاري خورجين
ښوونکی
ځمکني توتاند بنجاري خورجين
ځمکني توتان
دکارترانهد بنجاري خورجين
دکار ترانه
غل ځناورد بنجاري خورجين
غل ځناور
کبد بنجاري خورجين
کب
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>