 | | | کاهو وينه صافه ، سترګې قوي، خوب او اعصابو ته ګټور او له مستوسره خوړل يې وزن کموي. |
نازنين دګلانو په اړه يوه ترانه وويله، چې د منير ډېره خوښه شوه، په دې مهال بنجاري هم راورسېد او له هغه نه يې دترانې دتکرار غوښتنه وکړه: منيرترانه داسې پيل کړه: ټول ګلونه ښکلي دي-هرچاته منلي دي-په کلي،کورپه صحرا-راټوکيدلي دي سپين پتنګان يې ترخوا-راڅرخيدلي دي-که يې ونه شوکوئ- نو خنديدلي دي بنجاري ماشومانو ته سوغاتونه ورکړل او ترې ويې غوښتل، چې خپلو انډيوالانوته يې هم ورزده کړي او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: فريد له نورو ماشومانوسره په کوڅه کې لوبې کولې ، چې بنجاري له سوی سره په موزون کلام کوڅې ته دننه شو. ماشومانو تر روغبرورورسته ترې وپوښتل، چې په خورجين کې يې څه راوړي دي. بنجاري هغوی ته دکاهوڅو نښې وويل، خو پوه پرې نشول. پدې مهال سوی له خورجينې نه داسې مهال سرراپورته کړ، چې کاهويې خوړ. فريدوويل، چې کاهويې ډېرخوښيږي، خوپه ګټويې نه پوهيږي.  | | | بنجاري ماشومانوته دګلانوپه هکله ترانه ورزده او خپله ولاړ بلې کوڅې ته. |
بنجاري وويل، چې کاهو وينه صافه ، سترګې قوي، خوب او اعصابو ته ډېره ګټه لري اوهغه کسان، چې تلکاهو تل خورې جلد يې روڼ او تازه وي. ددې ترڅنګ کاهو دژيړي ناروغۍ ته ګټور او له مستوسره يوځای خوړل يې دوزن په کمولوکې ستره ونډه لري. |