محمد انور اندړ د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | سپينې، سپينې راوريږي، له آسمانه راتوييږي، هم له وريځوپپداکيږي، داپه کوم نامه ياديږي؟ |
جميل او ناديې د ژمي په يوه سړه ورځ په کوڅه کې لوبې کولې، چې بنجاري له سوی سره راغی او تر روغبړ وروسته سوي له ماشومانونه دلاندې کيسۍ ځواب وغوښت: سپينې، سپينې را وريږي، له آسمانه راتوييږي،هم له ورېځوپيدا کيږي، داپه کوم نامه ياديږي؟ ماشومانو ترڅوتېروتنو وروسته دکيسۍ سم ځواب، چې واوره وه، پيدا او بنجاري هغوی ته دسوغات تر ورکولو وروسته بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: نعيم له يخنۍ نه شکايت کاوه، شازيې هغه ته څودانې غوزان ورکړل، چې ترخوړلو وروسته به يې ساړه کم شي. نعيم يې خبرې بابېزه وګڼلې، چې پدې مهال بنجاري هم راغی او دشازيې دخبرې دتاييد ترڅنګ يې يو جادويي غوز په خبرو راووست. چارمغزوويل، چې خوړل يې انسان له يوشمېرناروغيوژغوري، مغزوته ګټه لري، په يخنۍ کې يې خوړل بدن تودساتي اودوجود مکروبه وژني. بنجاري دجادويي غوز دخبرو په تاييد زياته کړه، چې غوزان دسالنډۍ، زړه ناروغۍ او دوينې دغوړو دزياتوالي لپاره هم ښه دوا ده.  | | | غوزان سالنډۍ، دوينې دغوړو دډېروالي اوزړه ناروغۍ ته ښه دارو ګڼل کيږي.. |
بنجاري ماشومانوته لارښوونه وکړه، چې تازه غوزان دې وخوري،ځکه زاړه غوزان دستوني ددرد لامل اوله حده ډېرخوړل يې هم زيان رسوي. په پای کې ماشومانو ته يوه، يوه لپه غوزان سوغات ورکړل او خپله ولاړ بلې کوڅې ته. |