 | | | ماشومانو دبنجاري په مرسته دزردآلوپه زړو له څلوېښتوترپنځوسوپورې دجمع شمېرزده کړ. |
آسمان وريځ وه، جميله او مېلاد له باران نه وېرېده،ځکه چې چتري ورسره نه وه، چې پدې وخت کې يې دبنجاري غږ تر غوږو شو. بنجاري تر روغبړ وروسته ماشومانوته له جادويي صندوقچې نه دباران په اړه لاندې ترانه، چې د عامر په نوم يوه ماشوم ويلې وه، واوروله: بارانه ښه ورېږه - زما په زړه ورېږه- ګلونه ښه تازه کړه- په سم او غره ورېږه باران هوا پاکوي - باران فضا پاکوي.... ماشومانوترانه تکرار او بنجاري هغوی ته يوه، يوه دانه چتري سوغات ورکړه او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: سهيلا دزدآلو زړي ماتول، قسيم يې شمير وپوښت، سهيلا (۴۰) دانې وښودل. بنجاري راغی او (۱۰) دانې زړي يې نورهم له خورجينې ورکړل. بنجاري له هغوی وغوښتل، چې له (۴۰) نه تر (۵۰) پورې دې جمع کړي. ماشومانو په لاندې ډول جمع کړل:  | | | بارانه ه ورېږه، زما په زړه ورېږه،باران هوا پاکوي - باران فضا پاکوي.... |
٤٠+١=٤١ ، ٤٠+٢=٤٢ ، ٤٠+٣=٤٣ هغوی په همدې ترتيب تر (۵۰) پورې جمع کړل. بنجاري هغوی وستايل او بلې کوڅې ته ولاړ. |