علي او فاطمه بنجاري ته سترګې په لاره وو، چې راشي او دوی ته ترانه ووايي، په دې وخت کې بنجاري راورسېداو ترروغبړ وروسته ماشومانوترې دترانې وپوښتل. بنجاري هغوی ته وويل، چې نن سوی ورته دمور په هکله يوه ښکې ترانه راوړې. ماشومان خوښ شول او سوی ترانه داسې پيل کړه: مورمې راته ګرانه ده - ډېره مهربانه ده - زه ورسره مينه کړم - دا خبره سپينه کړم دا راته للو وايي - ښه يې په مزو وايي - ماته الف ب ښي- څه ښکلې کيسې ښيي د ماشومانو ترانه خوښه او ددې له پاره، چې دهغوی هم زده شي، ټولوپه ګډه يوځل بياله سوی سره تکرارکړه. بنجاري هغوی وستايل اوبلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: ميرويس په خپله کتابچه کې دقمرۍ رسم کښلی و خو مريمې ورسره نه منله، چې هغه دې دقمرۍ وي. دوی په همدې خبروکې وو، چې بنجاري هم راورسېداو دمريمې په غوښتنه يې دقمرۍ په اړه هغوی ته مالومات ورکړل. بنجاري وويل، چې قمرۍ په بېلابېلورنګونوپيداکيږي، لکه: خاورين، سپين ،خرمايي. او نری اندام لری دګوګوشتکی نه لږ غټه وي.  | | | بنجاري ماشومانوته دمور په اړه ترانه ورزده کوي، تاسې يې هم ورسره تکرار کړئ. |
قمرۍ ښکلی غږ، ګرده اوږده مښوکه او په غاړه کې يوه کرښه لري، چې دهغې ښکلايې نوره هم زياته کړېده. بنجاري ماشومانوته يوه، يوه دانه پلاستيکي قمرۍ سوغت ورکړه او خپله ولاړ بلې کوڅې ته. |