BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:36 گرينويچ 2011 ,05 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: د بويولو حس

د بويولو حس
دبوی ذرې په پزه کې ديولړعصبي رشتوسره لګېږي، چې هغه تحريک اودماغ ته خبر ورکوي.
رحيم او پرويز ګلانو ته اوبه ورکولې، چې دګلانوبوی دهغوی پام دهغه دراز مالومولو ته واړاوه او دتروم په وهلو يې پرده دار اکا راوغوښت.

پرده دار دشعر په ويلو پرده کش کړه، چې ترشا يې يوبزګرته ماشومانوډوډۍ راوړې وه. پرده دار خپلې جادويي چشمې ماشومانو ته ورکړې.

هغوی په چشموکې دخوړودېګ وليد، چې کوچنۍ ذرې ترې پورته کېدلې، پرده دار هغه ذرې دخوړو دبوی يادې کړې، چې دانسان اشتهاراپاروي.

پروېز له پرده دار نه وپوښتل،چې انسان څرنګه بوی احساسوي. پرده دار هغوی دبزګر دپزې داناتومي ليدوته وبلل.

ماشومانو په پزه کې يولړعصبي رشتې وليدلې، کله چې دبوی ذرې له دې رشتوسره لګېدلې، هغه يې تحريک اودماغ ته يې خبر ورکاوه.

پدې حالت کې بزګر بوی احساساوه. رحيم وپوښتل،چې کله پزه بنده وي، ولې سړی بوی نشي احساس کولای او دخوړو په خوند نه پوهيږي.

دبويولو حس
دبويولواوذايقې حس سره تړاولري، کله چې پزه بنده وي په خونداوبوی نه پوهېږو.

پرده دار وويل، چې پدې حالت کې دبوی ذرې اعصابواوبيا دماغ ته نه رسيږي، نشو کولی دخوړو بوی احساسو اوترڅنګ يې دذاېقې او بويولو حس سره تړاو هم سره لري.

دنري شمال په لګېدو دخپرونې وخت پوره او پرده دار دماشومانوسره دخدای پامانۍ ترکولو وروسته پرده بېرته کش کړه.

دسوهان حلواد اسرارو پرده
سوهان حلوا
هيلۍد اسرارو پرده
هيلۍ
 چورلکهد اسرارو پرده
چورلکه
مېږياند اسرارو پرده
ميږيان
مېږياند اسرارو پرده
مېږيان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>