 | | | دسوهان حلوا ترپخېدلو وروسته په ځانګړو قوطيوکې دخرڅلاولپاره ځای پرځای کوي. |
د شکيب زړه تنګ و، دتروم په وهلو يې پرده دار اکا را وغوښت، چې له يوه راز نه پرده پورته کړي. پرده دار له رارسېدوسره سم دشعر په ويلو پرده کش کړه، چې تر شا يې دنرګس په لاس کې دسوهان حلوا قوطۍ وه اوشازيې ته يې ترې ورکوله. شکيب پوه شو، چې راز د سوهان حلواپه اړه دی، پرده دار اوشکېب هم دنرګس دوی څنګ ته ورغلل. نرګس دوی وپوښتل، چې دسوهان حلوا ولې پاڼې پاڼې وي. پرده دار دجادويې شپيلۍ په غږولو هغوې د هرات دسواهان حلوا دجوړولوفابريکې ته بوتلل. هلته کارګرانوپه لويودېګونوکې بوره، اوبه، اوړه اولږڅه غوړي اچول. پرده دار وويل، چې که چېرې غوړي ډېروي، حلوا ميده، پاڼې پاڼې نه راځي. هغه وويل، چې په لسوکېلو اوړوکې اته کېلو غوړي ګډيږي. ددې ترڅنګ په دېګونو کې دخوشبويې او مزې لپاره عرق ګلاب او هيل هم اچوي. وروسته ماشومانو يو مکسر وليد، چې په دېګونوکې يې ټول مواد ګډول او شل دقيقې يې په اور کېښودل .  | | | دسوهان په حلواکې دخوشبويۍ او مزې لپاره عرق ګلاب او هيل هم ګډوي. |
تر شلودقيقووروسته د حلوا رنګ نصواري شو. تر هغې وروسته يې کوچنۍ ، پېړۍ ترې جوړې او تر هوارولواوټوټې کولو وروسته يې په داش کې کېښودلې. له داش نه تر را اېستلو او سړېدلو وروسته يې په ځانګړو قوطيو کې ځای پرځای او خرڅلاو لپاره تيارولې. |