 | | | د سلايي د بچيانوپه شاتنۍ برخه کې يو وتلی ځای دی، چې له هغه نه يې وزرونه جوړيږي. |
فريد ته يې ښوونکي دسلايي په نامه ديوې حشرې درسامۍ دنده ورکړې وه، خوهغه داحشره نه پېژانده. خوريې فرېدې دتروم په وهلو پرده داراکا راوغوښت. پرده دار دپردې ترکشولو وروسته ماشومانوته پهيوه ډنډ کې کړکي وښودل، چې رنګارنګ سلايان پرې ناست وو. دسلايي دلکۍ په بېخ کې يوه تېره آله ترسترګوکېده، چې په هغه يې کړکی سوری کاوه اودهغه په مينځ کې يې هګۍ اچولې. پرده دار دجادويي چشمو په واسطه ماشومانوته دکړکي په منځ کې دسلايي هګۍ وښودې، چې وروسته له دوو اونيوپه کوچنيو چينجيوبدلېدې. وروسته چينجيان داوبو منځ ته تلل او په نس کې يې له اوبو ډکه يوه کڅوړه هم تر سترګوکېدله. ماشومانوولېدل، چې له کڅوړې اوبه شيندل کېدلې اوپدې توګه دسلايي بچيانوپه اوبوکې لامبو وهله. د سلايي د بچيانوپه شاتنۍ برخه کې يو وتلی ځای ترسترګوکېده، چې له هغه نه يې وزرونه جوړېدل.  | | | سلايي دکړکي په منځ کې هګۍ اچوي، چې تردوو اونيو وروسته په کوچنيو چينجيوبدليږي. |
کله چې سلايان لږسترکېدل، له بدن نه يې يو پوټکی جلااوترهغې وروسته کوچني چينجيان په بېلابېلو رنګونوپه غټوسلايانوبدلېدل. دنري شمال په لګېدودخپرونې وخت پوره اوپرده له ماشومانوسره دخدای پامانۍ ترکولو وروسته دپردې په کشولو کې بېړه وکړه. |