 | | | توتکۍ ددې لپاره، چې لار ورکه نکړي،له يوه ځای نه بل ته ډله ييز سفر کوي. |
تلوسه او مسعود له کورنه بهر دلوبو پرمهال دتوتکۍ په لېدوخوښي څرګنده کړه، چې پسرلی راغلی دی. هغوی ته پوښتنه پيداشوه، چې توتکې ولې يوازې په پسرلي کې راځي. تلوسه دتروم په وهلو پرده دار اکا راوغوښت او خپله پوښتنه يې له هغه سره شريکه کړه. پرده دار دپردې تر کشولو وروسته هغوی ته جادويي هنداره کې توتکۍ په خبرو راوستله. مسعود له توتکۍ وپوښتل، چې ولې يوازې په پسرلي کې راځي. هغې معتدله هوادځان لپاره ګټوره او ډېره ګرمه او سړه هوازيانمنه وګڼله. تلوسې ترې دهغوی دډله ييز سفر وپوښتل. توتکۍ وويل، ددې لپاره، چې لار ورکه نکړي، ډله ييز سفر کوي.  | | | توتکۍ دبچيودپيداېښت په موخه پنځه هګۍ اچوي. |
پرده دار ماشومانوته وويل، چې ښځينه توتکۍ پنځه هګۍ دبچيودپيداښت په موخه اچوي او دځالې په ودانۍ کې نر او ښځه په ګډه کار کوي. ماشومانو ولېدل، چې توتکۍ چينجيان، ملخان اوځينې نورحشرات خوري. پرده داردماشومانوپام دوخت پوره کېدوته ورواړاوه اودپردې په کشولوکې يې بيړه وکړه. |