BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:42 گرينويچ 2011 ,05 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: لارښوونکي برېت

لارښوونکي بريت
دپيشۍد پښې سفنج ډوله جوړښت لري، چې دراغورځېدا پرمهال هغه له ژوبلېدا ژغوري.
کريمې او نعيم دکيسۍ ويلو لوبه کوله. نعيم له کريمې نه دلاندې کيسۍ ځواب وغوښت:

"حيوان دی پت لرونکی ، دغوښې غلا کوونکی ، هم بريت يې لارښوونکی." کريمه يې هم په ځواب پوهه نشوه اوپرده داراکا يې راغوښت.

پرده دار له رارسېدوسره سم پردې ته شعر ووايه، چې ترکشولو وروسته يې دپردې ترشا ددېوال پرسريوه پېشۍ وليده.

ماشومان پوه شول، چې راز دپيشۍ په هکله دی اوله پرده دارنه يې دهغې دبرېتو د لار ښوونې په اړه وپوښتل.

پرده دار هغوی ته خپلې جادويي چشمې ورکړې، چې په چشموکې يې دپيشۍ د برېتونو شاوخوا يې يوشمېرعصبي رشتې ولېدلې.

دا رشتې دپېشۍ تر دماغه رسېدلې وې اوپه دماغ کې يې دهغې دبدن دتوازن مرکز کنترولاوه، چې پېشۍ پردېوال سمه وګرځېدای شي.

د پيشۍ برېت هغې ته توان ورکوي، چې په تياره کې خپله لاره سمه او که څه پرمخ ورشي، له هغې ځان و ژغوري.

پيشۍ
n دپيشۍ برېت هغې ته توان ورکوي، چې په تياره کې خپله لاره سمه اوله ګواښونوځان وساتي.

ماشومانو د پيشۍد پښو ځانګړی جوړښت وليد، چې دسفنج په ډول و او له لوړ ځای نه دپېشودراغورځېدلو په حالت کې هغه له ژوبلېدا ژغوري.

پرده دار ماشومانو ته وويل، دپيشۍ بچی په ( ٧ ) مياشتو کې غټيږي. دنري شمال په لګېدودخپرونې وخت پای ته ورسېد. پرده دار پرده کش او له ماشومانوسره يې خداپاماني وکړه.

ګچد اسرارو پرده
ګچ
دشونډو وتل د اسرارو پرده
دشونډو وتل
يخ وهلد اسرارو پرده
يخ وهل
سکرونيولد اسرارو پرده
تورديو
دسترګورپولد اسرارو پرده
سترګې رپول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>