 | | | تازه شوي سکاره دې (١٥) دقيقې په ازاده فضاکې کېښودل شي بيا دې په اېروکې پټ شي. |
جمال د فوادپه تمه و، خو دهغه پته ونه لګېده، دتروم په وهلويې پرده دار راغوښت. پرده دار پرده کش کړه، چی ترشايې فواد دخپل کورپه صندلۍ کې بې هوښه پروت و. پرده دار دوی نږدې ورغلل او ويې ليدل، چې په خونه کې دسکروبوي و. تر هرڅه مخکې يې دکوټې کړکۍ پرانيستلې اودجمال دسکرو نيولويې وويل. د فواد دوی کورنۍ نوې له مهاجرت نه راستنه شوې وه اودسکروپه کارولو سم نه پوهېدل. جمال دسکرونيولود راز په هکله وپوښتل. پرده دار هغوی ته دسليم په نامه ديوه هلک کيسه وکړه. سليم دژمي په يوه ورځ له لوبو وروسته کورته راغی او په صندلۍ کې يې سرپټ او ويده شو. په خوب کې يې له منقل يو وېروونکی غږ واورېد، چې ويل يې هغه تورديودی، چې کاربن مونواکسايدنوميږي اوله سکروپيدا کيږي. که چېرې انسان داګاز تنفس کړي، دوينې سيستم ته يې داخليږي، دوينو سره کرويات تخريبوي اونه پرېږدي،چې اکسيجن زړه اودماغ ته ورسيږي. ددې کار په پايله کې انسان ته زړه بدي، سر درد او بيحا لي پيدا اوددې ګاز زيات تنفس کول دمړينې ګواښ هم له ځان سره لري.  | | | که چېرې کاربن مونوګاز تنفس شي، دوينې سيستم ته داخل اوسره کرويات تخريبوي. |
پدې مهال سليم په چيغوپيل وکړ، موريې له خوب نه راويښ او لارښوونه يې ورته وکړه، چې نور دې په صندلۍ کې سرنه پټوي. پرده دار وويل، چې تازه شوي سکاره دې تر(١٥) دقيقوپورې په ازاده فضاکې کېښودل شي بيا دې دهمدومره مودې لپاره په اېروکې پټ اووروسته دې دصندلۍ لاندې کېښودل شي. |